انصار: ( د چنګاښ ۱۸ مه)، د طالبانو د ریاستالوزرا د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر آخند په مشرۍ، د دوی د تدارکاتو کمېسیون د شاوخوا پنځه میلیارده افغانیو په ارزښت د ۱۲ پروژو قراردادونه منظور کړي دي.
د دغه دفتر د معلوماتو له مخې؛ د تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډې ته چې په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه؛ له اجنډا سره سم ۲۲ پروژې د بحث لپاره وړاندې شوې چې له جملې څخه یې د ۱۲ پروژو قراردادونه منظور، د درېیو تعدیل او د اوو پروژو د قراردادونو په اړه ټاکل شوې کمېټې ته دنده سپارل شوې، چې په هر اړخیز ډول یې وڅېړي او خپل راپور د ملي تدارکاتو کمېسیون له مشرتابه سره شریک کړي.
په منظور شویو او تعدیل شویو پروژو کې د یوشمېر ولایتونو په لرې پرتو سیمو کې د روغتیايي مرکزونو جوړول، د بادغیس - فاریاب لویې لارې د دویمې برخې قیر اچونه او د همدې لارې د استنادي دېوالونو جوړول، د هرات د نورالجهاد سب سټېشن د انسلیټرونو نصب او یوشمېر نورې پروژې شاملې دي چې مالي تمویل یې د طالبانو د اسلامي امارت له لوري کېږي.
د طالبانو رژیم وخت په وخت د داسې پروژو د منظورۍ خبرونه خپروي، خو ورسره نیوکې شته چې د طالبانو له بیا واک ته رسېدو سره د افغانستان اقتصاد سخت زیانمن شوی او د خلکو د بې کارۍ او ستونزو سطحه لوړه شوې.
URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/32401